اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د هېواد د جوماتونو امامانو ته یې د جمعې لمانځه لپاره واحده خطبه ترتیب کړې چې د دغې ډلې د مشرتابه له خوا هم تصویب شوې ده.
د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي: «د جمعې خطبه خپل اداب او مستحبات لري او له مستحباتو څخه یې یو مستحب د وخت امیر او حاکم ته د خیر او صلاح، په شریعت باندې د استقامت او پر دښمنانو د بري دعاء کول دي.»
د امیر څخه موخه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دی.
د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د صحابه کرامو په زمانه کې د وخت سلطان او حاکم لپاره دعاګانې کیدلې.
دغه راز د دغه وزارت په وینا، د ظاهر شاه په وخت کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې هغه ته دعا کیدله.
د طالبانو د حج او اوقاف وزارت زیاته کړې، چې د دې ډلې د تېر حکومت په دوره کې هم د جمعې د لمانځه په خطبو کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد لپاره دعا کیدله.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ټول هيواد د امامانو او خطيبانو لپاره یوه متحده خطبه ترتیب کړه، چې د خطبې ټول ارکان، سنتونه او آداب پکې رعایت شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت د مقام له خوا تصویب شوې ده.»
طالبانو تر دې وړاندې هم د یو شمېر ولایتونو د جوماتونو امامانو ته امر کړی و، چې په خطبو کې دې د دې ډلې د مشر نوم یاد کړي.
