اطلاعات روز: د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکي بس سیند ته لویدلی، چې له امله یې نهه کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د سرچينې په وینا، دغه پېښه تېره شپه (شنبه، ۲۸ د لړم) شاوخوا ١٢:۰۰ بجې د کابل-بغلان پر لويه لار رامنځته شوې ده.
یوې سرچینه وویل، یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چې له کابل څخه جوزجان ته روان و، د خنجان ولسوالۍ په ملخان سیمه کې د سړک څخه اوښتې او سیند ته لوېدلی دی.
د پلخمري د ولايتي روغتون څخه یوې سرچینې وویل، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د موټر نهه تنه سپرلۍ مړه او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند شېراحمد برهاني د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې اختیاطي او تخنيکي ستونزه یاده کړې ده. نوموړي د وژل شویو شمیر اته او د ټپیانو ۴۱ اعلان کړی دی.
دغه راز د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تېره ورځ ماښام د دوو موټرو د ټکر له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
