خوست کې ځايي خلکو په شخصي لګښت د یو لوی پُل د جوړېدو کار پېل کړ

اطلاعات روز: د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې یوه خیریه بنسټ د خلکو په شخصي لګښت د یوه لوی پُل د جوړېدو چارې پېل کړې.

په دغه ولایت کې ځايي خلک وايي، د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ترمنځ د غځېدلې لارې په مسیر د «غلنګ» پُل رغونې کارونه په داسې مهال پیل شول، چې له تېرو څو کلونو راهیسې خلک د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

دوی زیاتوي، یاد پُل چې ۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري د سیمې د اوسېدونکو له خوا د جوړ شوي حق خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پرې ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د رغونې کار به یې د یو کال په موده کې بشپړ شي.

د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اورښتونو او سېلابونو پر مهال د غلنګ په سیمه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي او ډېر کله ناروغان روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکوي.

د دوی په وینا چې د دغه پُل په جوړېدو سره به یې شته ستونزې تر ډېره هوارې او وبه کولی شي، چې په لنډه موده کې ځان د خوست مرکز ته ورسوي.

د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو همدا راز د خوست ولایت لپاره د طالبانو په ولایتي مسوولینو نیوکه وکړه، چې د بیارغونې پروژو برخه کې یې له پامه غورځولي دي.

په موسی خېلو ولسوالۍ کې د غلنګ پُل په داسې مهال د خلکو په شخصي مصارفو رغول کیږي، چې په دغه ولایت کې د ګڼو نورو ولسوالیو نښلوونکي پُلونه د تېرو سېلابونو پر مهال ویجاړ شوي او لا یې هم د بیا رغونې لپاره عملي اقدام نه شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه