اطلاعات روز: روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم مشورتي غونډه نن (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) د روسیې په پلازمېنه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې پرانیستل شوه.
د سپوټنیک د راپور له مخې، په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازي برخه لري.
دغې غونډې ته طالبان نه دي بلل شوي او نه یې هم پکې کوم استازی برخه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې په مسکو کې د دې ډلې له استازو پرته دغه غونډه نیمګړې بللې وه.
د مسکو پخوانۍ غونډه د تېر کال د اکټوبر په ۲۰ ترسره شوې وه. په هغه غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا د دویم مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي هم حضور درلود.
