له پاکستان سره د تېرې ورځې نښتې وروسته د «پړاچینار» لار تړل شوې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې ورځې نښتې وروسته د پټان-پړاچینار ترمنځ د «خرلڅي» لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

په سیمه کې یوې ځايي سرچینې نن (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې لاهم سیمه کې حالات ترینګلي دي او د دواړو غاړو ترمنځ تازه دمي ځواکونه یو بل ته ګوته په ماشه دي.

د سرچینې په حواله، د تېرې ورځې نښتې له امله دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او په وینا یې چې تېره ورځ د څمکنیو ولسوالیو ملکي روغتون ته له سیمې ګڼ امبولانسونو تګ راتګ کاوه او د څمکنیو ولسوالیو په بازار کې یې د ټپيانو درملنې په موخه د وینې غوښتلو اعلانونه هم کول، خو تر اوسه یې د تلفاتو کره شمېره لاهم نه دی په ډاګه شوی.

په همدې حال کې بیا پکتیا کې د طالبانو د منصوري قول اردو امنیتي چارواکو هم رسنیو ته د تېرې ورځې د رامنځته شوې نښتې پخلی کړی، خو په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې خرابې شوې او له امله یې د دواړو غاړو ترمنځ سوداګریزې چارې هم ټکنۍ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د دوستۍ په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ  نښتې له امله د سپین بولدک-چمن دروازه هم د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه