اطلاعات روز: هلمند کې د خوړو او کرنې نړيوال سازمان (FAO) په مالي مرسته ۳۰ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کېمیاوي سرو د ویش لړۍ پېل شوه.
هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې له تيرې ورځې (دوشنبه، ۲۳ د لړم) راهیسې پېل شوي او لاهم د مرستو رسولو دغه لړۍ دوام لري.
خبرپاڼه کې ليکل شوي چې دغه مرستې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کي ویشل کېږي چې پېل يې د ناوې ولسوالۍ څخه وشو.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې هغو کروندګرو ته ورکول کيږي چې اقتصادي وضعيت يې کمزوری وي او هر بزګر ته به ۵۰ کيلو غنم، ۵۰ کيلو توره سره ۵۰ کيلو سپينه سره ورکول شي.
تر دې وړاندې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ویشل شوي دي.
