اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو طالبانو ته شرط ایښی، چې تر هغو به د چمن دروازه د تګ راتګ پرمخ تړلې وي، چې د یو پاکستاني سرتیري قاتل ورته نه وي سپارل شوی.
دغه دروازه د یکشنبې ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې داسې ښکاري د طالبانو یوه وسله وال غړي د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو تن وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.
په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري امریکا غږ ته ویلي، دغه لار یې پرون د لنډې مودې لپاره د هغه افغان او پاکستاني اتباغو پرمخ پرانیستله چې ګیر پاتې وو، خو نموړي زیاته کړې چې د چمن لار به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وي چې د دوی د سرتیري قاتل ورته نه وي سپارل شوی.
په همدې حال کې زرګونه مسافر د سپين بولدک او چمن دواړو خواوو ته په ډېر بد وضیعت کې بند پاتې دي.
د سپين بولدک له کمېسارۍ څخه يوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، دغه لار نن سهار (سې شنبه، ۲۴ د لړم) له ۷:۳۰ څخه تر ۱۰:۳۰ بجو پورې يوازې د پاکستاني اتباعو پرمخ پرانیستل شوې وه.
د سرچينې په وينا، يوازې د پاکستاني اتباعو او شناخت کارډ لرونکو ته اجازه ورکول کېږي او نور دواړو خواوو ته بند پاتې افغان مسافرو ته له يوې خوا هم اجازه نه ده ورکړل شوې.
د سرچينې له قوله: « تجارتي مالونه ولاړ دي اجازه نه ورکول کېږي، افغان ناروغان او نور مسافر ټول بند پاتې دي، هغه کسان چې د پاکستان پوځيانو ته د افغانستان تذکره ورښکاره کوي، وهل کېږي او ډېر ناوړه چلند ورسره کېږي، يوازې د چمن شناخته کارډ او د پاکستان اتباعو ته اجازه شته.»
په همدې حال کې د سپين بولدک ولسوالۍ د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، تېره ورځ دغه روغتون ته تر شلو ډیر کسان ور وړل شوي چې د بېروبار له کبله په دروازه کې تر پښو لاندې شوي وو.
په ورته وخت کې بند پاتې مسافر شکايت کوي چې له ډېرو ستونزو او ناوړه چلند سره مخ دي.
دوی وايي، ناروغان، ښځې او ماشومان يې په ډېر خراب وضعیت کې پاتې دي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي ترڅو ژرتر ژره د سپين بولدک او چمن ترمنځ اختلافات حل کړي.
خو، کندهار کې د طالبانو ولايتي چارواکي دغه پېښه يو سوی تفاهم يادوي او زياتوي چې ډېر ژر به ياده ستونزه حل شي.
د دوی په خبره، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي څو ژر تر ژره د تجارتي مالونو او مسافرو د تګ راتګ پرمخ دروازه پرانيستل شي.
