رینا امیري: هغه کسان چې له یو افراطي افغانستان ویره لري باید د طالبانو د تګلارو په اړه اندیښمن وي

اطلاعات روز: د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې به افغانستان په یوه افراطي هېواد بدل کړي.

اغلې امیري تېره شپه (شنبه، ۲۱ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې هغه کسان چې له یو افراطي افغانستان څخه وېره لري باید د طالبانو له سیاستونو په اړه اندېښمن وي.

نموړې لیکلي: «هغه کسان چې له یوه افراطي افغانستان څخه ویره لري، باید د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د تګلارو په اړه اندیښمن وي، لکه د زده کړو څخه محرومیت، په ډیرو سکتورونو کې د کار کولو منع کول او حتا په کوچنیو مسایلو لکه تفریحی پارکونو ته د ښځو نه پریښودل.»

هغې زیاته کړې، چې د طالبانو افراطیت به په افغانستان کې د بې ثباتۍ، بې وزلۍ او د زیاتو خلکو د تېښتې لامل شي.

طالبانو د تازه محدودیتونو په لړ کې  د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې له تفریحي پارکونو، سپورټي کلبونو او عمومي حمامونو ته له تګ منع کړې دي.

د دغه بندیز تازه اعلامیه د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې خپره شوې ده.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ښځې نشي کولای له محرم پرته رسټورانټونو ته ولاړې شي.

طالبانو په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه