اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو کس خپله میرمن وژلې ده.
د مزمل په نامه د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، چې پېښه تیره ورځ (جمعه،۲۰ د لړم) سهار وختي د یادې ولسوالۍ اړوند «لنډه بوچ» قریه کې شوې ده.
نموړی زیاتوي، چې خاوند یې لومړی خپله ښځه سخته شکنجه کړې او بیا یې په ډزو وژلې ده.
هغه د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ.
کامه کې د طالبانو ځایي امنیتي مسولینو هم یاده پېښه تائيده کړې او ویلي یې دي، چې قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي.
په دې وروستیو کې له ننګرهار سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او ناوړه دودونه بلل کیږي.
