لویه پکتیا کې د بشري مرستو په نا انډول ویش د خلکو نیوکې

اطلاعات روز: د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د خلکو اقتصادي ستونزو د هوارۍ په موخه ځینو نړیوالو موسېساتو بشري مرستې ډېرې کړې، خو د هیواد د نورو ولایتونو سربېره د لویې پکتیا اړوند پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د دغو مرستو په نا انډوله ویش خلک نیوکه کوي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د مرستو لپاره کېدونکې سروې ډیری په هغو سیمو کې ترسره کیږي، چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې او یا یې هم ځايي خلکو ورسره همکاري کوله.

د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ د رود سیمې یوه اوسېدونکي خان زاده اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر یو نیم کال کې دوی ته د مرستو لپاره له دې امله د سروې ټیم نه دی ور پرېښودل شوی چې پخوا یې ځوانانو په تېر نظام کې دنده ترسره کوله.

د هغه په خبره د ولسوالۍ طالب مسوولین له احمد اباد ولسوالۍ خلکو سره شوې مرسته په خپلو نظامي کسانو ویشي او موسېساتو ته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت له نږدې وګوري.

د لویې پکتیا اړوند په درې ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې اوس مهال ګڼ نړیوال موسېسات فعالیت لري.

هغه وايي: «دا سمه ده چې د احمد ابا خلکو له تېر نظام سره کار کاوه، خو اوس چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې نو ولې بیا زمونږ له خلکو سره عقده يي چلند کوي او هغه مرستې چې په زرمت او نورو ولسوالیو کې وېشل کیږي مونږ ته نه راکوي او که راغلې هم وي په ولسوالۍ کې طالبانو په خپلو منځونو کې وېشلې دي.»

زرمت، جانیخېل او ځدارڼ میشتې د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي خلکو یې په تېرو دوو لسیزو کې نه یوازې له طالبانو سره همکاري درلوده بلکې ډیری ځوانانو یې د تېر نظام په وړاندې وسله هم پورته کړې وه او اوس له دې امله د طالبانو له خوا ورته بشري مرستې ورکول کیږي، چې د دوی د نظام لپاره یې قرباني ورکړې ده.

په سویل ختیځ زون کې د یوې نړیوالې خیریه موسېسې ولایتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته په لېږل شوي پیغام کې هم په روان وضعیت نیوکه کړې او دا یې د طالبانو له خوا د دوی په چارو کې ښکاره مداخله وبلله.

د پکتیا روحاني بابا کې څه موده وړاندې د ترکې هیواد له لوري ۳۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په تېر کې له طالبانو سره همکار خلک و. انځور: ټولنیزې رسنۍ

هغه وویل، دوی له توپیري چلند پرته له خلکو سره د خوراکي توکو مرستې کوي، خو په وینا یې چې اوس ورته سیمې او خلک د طالبانو په فرمایش په نښه کیږي.

نوموړي داسې وویل: «مونږ دلته په لویه پکتیا کې چې له خلکو سره مرسته کوو، هدف مو یوازې د اړمنو خلکو لاسنیوی دی، خو بدبختانه که سروې هم کوو راته ویل کیږي چې پلانکۍ سیمې د اشغال پر مهال ډېره قرباني ورکړې او هلته تاسو سروې وکړئ یا پلانکۍ کورنۍ ډېره قرباني ورکړې له هغې سره مرسته وکړئ، نو ویلی شم چې دې کار زمونږ د فعالیت په مخ کې خنډونه پیدا کړي دي.»

په پکتیا ولایت کې پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین بیا د خلکو شوې ادعا ناسمه بولي او دوی د موسېساتو له لوري په کېدونکو مرستو کې مداخله نه کوي.

د دغه ولایت بېړنیو پېښو ته د رسېدو طالب رییس نثار احمد نجات اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال له دوی سره د خوړو نړیوال سازمان یا WFP، IRC، IOM او ځینې نور خیریه بنسټونه له خلکو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

د پکتیا زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي هم په تېر کې د طالبانو سره همکار پاتې شوي، د سېلاب ځپلو په نوم ورسره څه موده وړاندې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ امریکايي ډالره ورکړل شول. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د هغه په وینا چې د وېشل کېدونکو مرستو لپاره د ولایت په کچه یو ګډ کميسیون ټاکل شوی او په ټاکل شویو سیمو کې د سروې له مخې خلکو ته دغه مرستې ورکول کیږي.

نجات زیاتوي: «یادې مرستې اړمنو ته د سروې له مخې ورکول کیږي او اړمن خلک د دولتي ادارې د یو ګډ کمیسیون له خوا ثبت کیږي او دا چې ځینې خلک په دې اړه نیوکه کوي، نو زه به دومره درته ووایم چې دغه مرستې د هرې ولسوالۍ نفوسو ته په کتو راکول کیږي او د هغو خلکو مخه نیول کیږي چې بار بار یې د اخیستو هڅه کوي.»

له پکتیا وروسته په پکتیکا او خوست کې هم د مرستو په ناسم ویش شکایتونه کیږي، د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوی ته له دې امله مرستې نه ور وړل کیږي چې په تېر نظام کې یې د طالبانو خلاف ولسي پاڅون کړی و.

د دې ولسوالۍ د ګوډلو سیمې یو اوسېدونکی سردارولي وايي، چې د پکتیکا په تروې، وړممۍ، وزیخوا، خوشامند، نکه، ګیان، برمل او ځینو نورو ولسوالیو کې چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې هره ورځ د نغدي مرستو او نورو خوراکي توکو ویش ترسره کیږي، خو په وینا یې چې د دوی ولسوالۍ او سیمې ته تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه ده ور وړل شوې.

پکتیا کې د مرستو اخیستو لپاره راټول شوي خلک. انځور: ټولنیزې رسنۍ

ولي وویل: «دلته نه عدالت شته او نه چا د بل حقوقو ته کتلي دي، مونږ هره ورځ وینو په هغو ولسوالیو کې چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې او دوی پکې پنا اخیستې وه موسېسات او خپله حکومت د ډالرو ویش کوي او یا ورته خوراکي توکي ورکوي، خو دلته په یحیی خېلو کې بیا نه دا چې مرسته نه کوي بلکې په یو او بل نوم یې د دغې ولسوالۍ خلک تر پوزې راوستلي دي.»

په خوست ولایت کې بیا د مرستو په نا انډوله ویش د تڼیو ولسوالۍ یو اړمن ځوان الیاس تڼي وویل، چې په دغه ولایت د صبریو ، موسی خېلو او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته چې ځايي طالبان یې اوس په دولتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي تر ډېره بشري مرستې ورکول کیږي.

نوموړی وايي: «مونږ تڼیو ته ځکه مرستې نه راکوي، چې زموږ د سیمې ځوانان په زربتیانو کې و، نو د هغوی د جرم یا بلې مسلې له امله د دې سیمې بېوزله خلک هم کړیږي. موسی خېلو ته ورکول کیږي، صبریو ته ویشل کیږي او داسې نورې سیمې شته چې د طالبانو نفوذ پکې و.»

خوست کې د اړمنو په نوم زده کوونکو سره مرسته. انځور: ټولنیزې رسنۍ

څه موده وړاندې خوست کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د اړمنو په نوم له ۵۰۰ زده کوونکو سره نغدي مرسته وشوه، خو نیوکه دا ده چې په دې کې ډیری د طالبانو د کورنیو غړي ثبت شوي و.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتیکا او خوست ولایتونو د طالبانو د مسوولینو نظرونه هم ولرو خو په اخیستو یې بریالی نه شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه