د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند وغنده

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پاکستاني پولیس د دغه هیواد په بیلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه سند ایالت کې له څه مودې راهیسې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (پنج‌ شنبه، ۱۹ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه وزارت د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو ځورول غندي.

بلخي لیکلي، چې پاکستان د افغانستان نږدې ګاونډی دی او دواړه طرف ولسونه د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ ډېر نه بېلېدونکي مشترکات لري.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي او نه يوازې هلته خپل غير سياسي ژوند تېروي، بلکې د کوربه هېواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې هم د پام وړ رول لرلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې دغه وزارت او په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ چې د طالبانو په واک کې دي، د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړې، خو دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي ویلي، چې طالبانو تل له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له ډیپلوماتیکو لارو د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو ښه کوربه توب وکړي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال نیولي او زنداني کړي دي.

ويل کيږي چې په نيول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کېږي کډوال په رسیو تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه