اطلاعات روز: نيمروز کې د یوې موسېسې له لوري ۵ زره کروندګرو ته کیمیاوي سرې او اصلاح شوي د غنمو تخمونه وویشل شول.
د نیمرزو ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې د FGA موسېسې د دغه ولايت په مرکز زرنج، کنګ، چهاربرجک، او خاشرود ولسواليو کې پر ۵۰۰۰ کروندګرو کیمیاوي سرې او تخمونه ویشلي دي.
نموړی زیاتوي، چې د دغه اصلاح شویو تخمونو په ویش سره به په دې ولایت کې کرنه عصري شي او هیله شته چې کروندګر د خپلو ځمکو څخه زيات حاصل ترلاسه کړي.
د هغه په خبره، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په دلارام او چخانسوري ولسواليو کې هم اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شي.
په ورته وخت کې هغه کروندګرو چې يادې مرستې ترلاسه کړي زيات خوشاله دي او زياتوي چې په تيرو څو لسيزو کې دوی د کرنې له اصلاح شویو تخمونو بې برخې وو.
د مرکز زرنج ښار يوه اوسيدونکي ګل اغا وايي، سږکال د نورو کلونو په پرتله د تخمونو اوکيمياوي سرو قيمتونه لوړ شوي او دوی يې د اخيستلو توان نه لري.
هغه غوښتنه وکړه، چې دغه ډول مرستې دې دوامداره شي.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال په افغانستان کې د وچکالۍ او د خلکو خراب اقتصادي وضعيت له امله زياته کرنيزه ځمکه له کرنې پاتې شوې وه.
