اطلاعات روز: د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي، د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې څلور کان کیندونکو د ګاز نیونې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، مړو شويو کسانو کې د دوو وروڼو په ګډون درې تنه د باميانو ولايت او يو بل کس د دايکنډي ولایت اصلي اوسیدونکي وو.
د ډبرو سکرو موټر چلوونکي وايي، چې دغه څلور تنه د دوشنبې په ورځ (۱۵ د لړم) د دره صوف بالا ولسوالۍ په کان کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
افغانستان کې په غیر فني توګه د کانونو راسپړل او د کارګرانو خوندیتوب ته نه پاملرنه تل د یادې مزدورکارې ډلې د ژوند په بیه تمامیږي.
