اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا او برتانیې په ګډون د نړۍ په هغو برخو کې چې له اوږدې مودې راهیسې له پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څخه پاک بلل شوي، دغه ناروغۍ پکې موندل شوې ده.
دغه سازمان نن سهار (یکشنبه، ۱۵ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي، تر هغه چې د ماشومانو ګوزڼ په کوم ځای کې شتون ولري، دا ناروغي په هر ځای کې د یوه ګواښ په توګه پاتې کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې بریا د نړۍ لپاره بریا ده.»
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې یوه ننګونه پاتې شوې. تر دې وړاندې کلونو کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله.
روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې. یاد شمیر په ۲۰۲۱ کې څلورو ته .
دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت لري. په داسې حال کې چې د پوليو واکسين د کمپاين پر وړاندې لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي.
