پکتیا کې یوې موسېسې ۳۳ روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې د لومړنیو بېړنیو روغتیايي مرستو نړیوالې موسېسې یا PU- AMI د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په روغتیا برخه کې ۳۳ پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارلې.

د دغې موسېسې ولایتي مسوولین وايي، په یادو پروژو کې د عاجلو ناروغانو د درملنې لپاره بېړنۍ خونې، فرعي کلینکونه او ځینې نورې پروژې شاملې دي، چې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مسوولین زیاتوي، چې یاد مرکزونه په ګردېز او شپږ ولسوالیو کې شامل دي چې خلکو ته به له دې وروسته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

پکتیا کې د لومړنیو بېړنیو مرستو موسېسې ولایتي مسوول حسیب الله مجروح وویل: «مونږ نن دلته د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او شپږو ولسوالیو کې چې سیدکرم، زرمت، شواک، جانیخېل، څمکني او احمدخېلو کې شپږ د بېړنیو خدماتو مرکزونه، ۷ په بېلابېلو سیمو کې فرعي کلینکونه او ځینو نورو سیمو کې مو بیا HSC او MA جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.»

مجروح ډاډ ورکړ، چې د پکتیا ولایت په پاتې لېرې پرتو سیمو کې به هم په روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او لمړني خدمتونه به ورته چمتو کوي.

د هغه په وینا چې د یادو جوړو شویو مرکزونو د روغتیاپالانو او کېدونکي نور مصارف یې هم په خپله غاړه اخیستي دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي بیا له دا ډول همکاریو او اسانتیاوو برابرېدو خوښ دي، خو نیوکه کوي چې اړونده ادارې لاهم د لېرې پرتو سیمو خلکو ته په روغتیا برخه کې بېغوري کوي او له پامه یې غورځولي دي.

د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي روح الله ځدراڼ اطلاعات روز سره په خبرو کې له نړیوالو موسېساتو غوښتنه وکړه چې په روغتیا برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د معلوماتو پراساس د اسانتیاوو نه موجودیت له امله په پکتیا ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شوې، خو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست بیا وايي، ولسوالیو کې کې شته ستونزې تر ډېره هوارې کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه