ننګرهار کې سږکال د جلغوزيو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت په حصارک، شېرزاد، خوګیاڼي، پیچراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین او سپين غر ولسوالیو کې جلغوزي حاصل ته رسیدلي او د راټولولو لړۍ یې روانه ده.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو د جلغوزیو برخې مسول عيسی جان عتیق ابدیاني وایي، تر اوسه له یادو ولسوالیو ۱۱۵۵ ټنه د جلغوزیو غوزې یا غوټX راټولې شوي، چې د اټکل له مخې ۱۱۵ ټنه خالص جلغوزې کېږي او په وینا یې د راټولولو چارې لا روانې دي.

نوموړی وایي، د تېر په پرتله ځنګلزاره سیمو ته د طالبانو د حکومت پاملرنه ډېره شوې او تمه لري، چې د جلغوزیو حاصل به تر پخوا لوړ وي.

ابدیاني زیاته کړه:«د ننګرهار په اته ولسوالیو کې زموږ د جلغوزیو ځنګلونه موجودي او اوسمهال یې د راټولو چارې پیل شوي، چې تر اوسه د ننګرهار اته ولسوالیو کې ۱۱۵۵ ټنه غوزې راټولې شوي، چې د دې له جملې ۱۱۵ ټنه خالص جلغوزې دي چې هغه د استفادې وړ دي او له ځنګلونو د غوزو یا غوټو د راټولو لړۍ لا هم روانه ده نو تمه شته چې حاصلات به یې سږکال زیات وي.»

خو بلخوا د جلغوزیو کاروباریان چې د تیر په پرتله په دغه ولایت بې وخته بارانونو او سیلابونو دجغلوزیو پر حاصلاتو یو څه بده اغیزه کړی ده، خو زیاتوي چې د ننګرهار جلغوزیو حاصل د کیفیت له مخې ښه دي او تمه لري، چې په لوړه کچه جلغوزې په راټول کړي.

میرویس په ننګرهار د جلغوزیو کاروبار کوي هغه د طالبانو له حکومت صادراتو ته د نړیوالو بازارونو د پیدا کیدو او د جلغوزیو د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو د برابریدو غوښتنه کوي.

له غوزو یا غوټو څخه د جلغوزې د دانو ویستلو د لومړي پروسېس برخه تر ډېره ننګرهار کې کېږي، چې لسګونه کسانو ته پکې کاري زمینه برابر شوې، او له دې لارې یوه اندازه عواید تر لاسه کوي.

د جلغوزیو په برخه کې په کار بوخت عمر خان له حکومت  د جلغوزیو د پروسېس لپاره د لویو فابریکو د جوړیدو غوښتنه کوي، چې د اقتصادي حالت د ښه والي تر څنګ به ګڼو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابر شي.

عمرخان زیاتوي:«د جلغوزیو له برکته دلته سلګونه کسانو ته یوازې په ننګرهار کې دکار زمینه برابره شوې او له همدې لارې دکورنۍ نفقه برابروي، د جلغوزیو دا غوټې له شېزرادو ولسوالۍ راغلي موږ دلته راځو د پاک کارۍ په برخه کې فعالیت کوو او خپله ورځ تېرو او یو مړۍ حلال رزق پیدا کوو؛ خو له حکومت غواړو چې موږ ته په نورو برخو کې هم د کار زمینه برابره کړي.»

د سوداګرۍ وزارت دمعلوماتو له مخې چې د روان کال په شپږو میاشتو کې یې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه