بدخشان کې سرچینې: طالبانو د «مقاومت جبهې» ۱۲ غړي له نیول کېدو وروسته وژلي دي

اطلاعات روز: بدخشان کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» ۱۲ غړي له نیولو وروسته په ډزو وژلي دي. سرچینې ادعا کوي، چې په دغو کسانو کې يو ١٤ کلن ماشوم هم شامل دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ١٢ کسان د تيرې اونۍ پنج‌شنبې په ورځ (۵ د لړم) په ډزو وژل شوي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې د «مقاومت جبهې» یوه ۱۷ کسیزه ډله  وروسته له هغه د خواهان ولسوالۍ په «چُسنکیل» سیمه کې ونیول شوه کله چې د جلال الدین خراساني او عبدالبصیر په نومونو د دوی دوه قومندانان ووژل شول او دوی راغستان ولسوالۍ ته انتقال شول.

دغې سرچینې ادعا وکړه، چې طالبانو په راغستان ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» غړي په دوو ډلو وېشلي دي، چې ۱۲ یې په ډزو ویشتلي او مثله کړي مګر، پنځه نور یې ژوندي فیض اباد ته انتقال کړي دي.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې طالبانو د «مقاومت جبهې» ځواکونه تر وژل کیدو وروسته د هغوی جسدونه د سرو زرو په یوې معدني ویجاړې څاه کې غورځولي چې د اوبو او خټو ډکه وه.

د سرچينې په وینا، سره له دې چې د «مقاومت جبهې» د غړو له وژل کېدو يوه اوونۍ تېرېږي، خو طالبانو د هغوى خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې مړي له څاه راوباسي او ښخ یې کړي.

سرچينې اطلاعات روز ته زیاته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې د جلال الدين خراساني د زوی هلال الدين په نوم يو ١٤ کلن ماشوم هم شامل دی، چې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته وژل شوى دى.

د خواهان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي ضياءالدين د «مقاومت جبهې» د لسو غړو وژل کېدل تاييدوي. خو وایي، معلومه نه ده چې دغه کسان څنګه وژل شوي دي.

هغه دا هم مني چې د طالبانو وژل شوي کسان په څاه کې اچولي دي.

طالبان تر دې وړاندې هم په بدخشان او پنجشیر کې د بندیانو په وژلو تورن شوي دي.

د پنجشیر ترڅنګ بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان پکې له خپلو وسله والو مخالفینو سره په جګړو اخته دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه