اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د بې ځایه کېدو لړۍ دوام لري او ډېری افغانان د پناه اخیستو په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ وايي، افغانان په نړۍ کې د کډوالو ۲.۸ میلیونه برخه جوړوي.
دغه دفتر ټینګار کړی چې د کوربه هیوادونو قوي مالي ملاتړ او بشري مرستې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د ملاتړ لپاره خورا مهمې دي.
پرلپسې جګړې او وچکالۍ په دې وروستیو کې د افغانانو د بې کوره کیدو لامل شوي دي.
د طالبانو راتګ هم د دې لامل شو چې په لویه کچه افغانان مهاجرت ته مخه کړي او ډیری افغانانو پاکستان او ایران ته پناه وړې ده. ویل کېږي چې په دغو دوو هېوادونو کې افغان کډوال په بد وضعیت کې دي او مرستو ته اړتیا لري.
