اطلاعات روز: د طالبانو حکومت په کابل کې د سون توکو د کنټرول لپاره د دغې ډلې د ریاست الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې ده.
د ملا برادر له دفتر څخه نن (شنبه، ۷ د لړم) په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ به د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د سکرو ډیرۍ جوړې او هر ټن به یې په هیواد والو په ۹زره افغانۍ پلورل کېږي.
د ملابرادر د دفتر د معلوماتو له مخې، په بازار کې د ډبرو سکرو د نرخ او د هغې د وېش څارنه به د کابل ښاروالۍ له خوا ترسره کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي: «د مایع ګازو د بیو د کنټرول او احتیاطي زیرمو درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکتونو سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانکړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.»
داسې اندیښنې شته چې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتوالي له امله به د دغه هیواد په کورني بازار کې د سکرو بییې لوړې شي.
په ځينو ولايتونو کې د ډبرو سکرو بيه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده.
په دې وروستیو میاشتو کې د مایع ګازو بیه د پام وړ لوړه شوې وه؛ خو وروسته د ګازو د وارداتو زیاتوالي سره یې بیه یو څه اندازه راټیټه شوه.
د ګازو او ډبرو سکرو بییې هر کال د ژمي په راتګ سره لوړیږي.
