جلال اباد ښاریان: ښار کې د لارو پر سر پخیدونکي خواړه صحي نه دي

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د واټونو پر سر د غیر صحي خوړو پلور خلک  له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي.

 عام خلک شکایت کوي چې د واټونو پر سر د خوراکي توکو پلور غیر صحي او زیان اړوونکي دي، چې باید حکومت یې مخه ونیسي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی محمد میران وایي، که څه هم د پلي لارو پر سره خرڅیدونکي خواړه اقتصادي دي، خو له صحي اړخه یې خلکو ته زیان ډیر دی.

هغه ښاروالۍ او نورې اړونده ادارې ملامتوي چې ګوندې په خپل وخت د یادو توکو سمه څارنه نه کوي.

محمد میران زیاته کړه:«د جلال اباد ښار په هر ځای کې اوس د لارو پر سر د خوراکي توکو پلورونکي شته او د دوی شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی، د زیاتو خلکو اقتصاد خراب دی او مجبور دي چې د واټونو پر سره ارزانه خواړه وخوري خو له صحي اړخه یې بیا زیان ډیر دی؛ له ښاروالۍ او عامې روغتیا ریاست غواړو چې د یادو خوراکي توکو دې څارنه وکړي ځکه زیاتره یې پاکوالي ته پام نه کوي.»

 بلخوا د سړکونو غاړو ته د خوراکي توکو پلورونکي وایي، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي، صحي خواړه وړاندې کړي، خو زیاتوي د ځای د نشتوالي له امله اړ دي د لارو پر سر خوراکي توکي وپلوري.

زین الله چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې پاخه خواړه پلوري، له ښاروالۍ غواړي، چې ځانګړی ځای ورته وټاکي څو خلکو ته د هغوی د توان په اندازه صحي خوراک برابر کړي.

زین الله زیاتوي: «مونږ ټولې روغتیایي لارښوونې عملي کوو او پوره پام کوو چې خپلو مشتریانو ته صحي خواړه ورکړو، خو د ځای د نشتوالي له امله مجبور یو چې د لارې پر سره توکي وپلورو له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې مونږ ته ځای معلوم کړي چې خواړه پکې وپلورو.»

روغتیاپالان هم له خلکو غوښتنه کوي چې د پلې لارو پر سر دې د غیر صحي خوړو له خوراک ډډه وکړي.

ډاکټر صدیق شیرزاد وایي، چې دا ډول خواړه له هره اړخه غیر صحي دي او له خوراک وروسته په زیاتو ناروغیو د اخته کیدو ویره شته.

اخوا د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد هم یاده ستونزه مني خو وایي، وخت په وخت یې له عامې روغتیا ریاست د مشترک کمیسیون له مخې د واټونو پر سر د خوراکي توکو څارنه کړې.

نوموړی وایي، په هڅه کې دي څو د پلې لارو پر سر د خوراکي توکو پلورونکو ته مناسب ځای برابر کړي.

د ژمي په راتګ سره په جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه ډېرېږي، چې له امله یې د هوا د ککړتیا ترڅنګ د سړک پر سر پلورونکي هم نشي کولی  دخپلو توکو حفظ الصحه مراعت کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه