اطلاعات روز: تخار کې باوري سرچینې وايي، داعش ډلې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی تښتولی او بیا یې ترې سر پرې کړی دی.
د سرچينې په وينا، د طالبانو دغه غړی حاجي سيف الله نومېده او د دشت قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال له نږدې کسانو څخه و.
یادې سرچینې نن (یکشنبه، ۱ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل. چې سیف الله یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو او داعش تر منځ له جګړې وروسته تښتول شوی او بیا ترې سر پرې شوی دی. د سرچينې په وينا، د طالبانو د دغه غړي جسد اوس د دشت قلعه ولسوالۍ په روغتون کې دى.
تخار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې سرچینې د دشت قلعه ولسوالۍ په «ډونګ قشلاق» کلي کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
د سرچينې په وينا، دغه نښته تېره شپه رامنځته شوې او په ترڅ کې يې درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د تخار او کندز په ګډون په شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.
د منځنۍ اسیا هېوادونه د اندېښنې په څرګندولو سره ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې بهرنیو جنګیالي پراخ حضور لري؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.
