د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: امریکا کې یوه افغانه ماشومه یرغمل نیول شوې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د باوري سرچینو د معلوماتو پر بنسټ په ویرجینیا کې د امریکا سمندري ځواکونو یوه افغانه ماشومه یرغمل نیولې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې نن (یکشنبه،۱ د لړم) خپره شوې، ویل شوي چې دا هغه ماشومه ده چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په پایله کې خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د امریکا د سمندري ځواکونو یوه غړي دغه ماشومه له خپلو خپلوانو جلا کړې او د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه یې د «یرغمل» په توګه نیولې ده.

طالبانو دغه عمل د اندیښنې وړ او غیر انساني بللی او ویلي یې دي چې دوی به دا موضوع له امریکايي چارواکو سره په جدي توګه تعقیب کړي څو دغه ماشوم بېرته له خپلو خپلوانو سره یو ځای شي.

تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې امریکا او متحدینو یې لسګونه زره افغانان له افغانستانه په نا مناسب ډول ایستلي او دا خلک په کمپونو کې بې برخلیکه ژوند تیروي.

دغه وزارت له دغو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالۍ د نړيوالو قوانينو او قونسلي خدمتونو له مخې پناه غوښتونکو له بشري او قانوني حقونو څخه برخمن کړی.

امریکا او متحدینو یې له افغانستانه د وتو پرمهال خپل لسګونه زره محلي کارکوونکي له ځانه سره وویستل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه