اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یو ځوان په خپلمنځي شخړه کې د چړې په ګزار سره وژل شوی دی.
یوې ځايي سرچینې نن (پنج شنبه، ۲۸ د تلې) اطلاعات روز ته وویل چې د عبدالغفور ندیم په نامه یو ۳۰ کلن ځوان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې له یو شریک سره یې په کاروبار لومړی لفظي شخړه راغلې او وروسته د مقابل لوري پرې د چړې حمله شوې ده.
سرچینه زیاتوي،چې ندیم په مرکز ګردېز کې د تعمیراتي توکو یو لوی سوداګریز شرکت درلود او په خبره یې چې پېښه کې له ټپي کېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې.
له نوموړي دوه مېرمنې او څو ماشومان هم پاتې شول، تر اوسه د دې پېښې په اړه په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې پېښې څو ورځې وړاندې په سیدکرم ولسوالۍ کې هم د ځمکې په سر شخړه کې اووه کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه.
