سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ یوه ښځه وژل شوې

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د کندهار سپین بولدک کې ځایي سرچینې وایي، چې دغلته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن سهار نښته رامنځته شوې، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یو ښځه وژل شوې ده.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې یاده نښته نن سهار (پنج شنبه، ۲۸ د تلې) د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې، خو وایي، د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

سرچينه زياتوي، پاکستاني پوله ساتو د نښتې پر مهال درنې وسلې هم کارولي او دوه ځله يې پر سپين بولدک ولسوالۍ د هاوان مرمۍ پيرونه کړي دي.

د سرچینې په خبره، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پرون مازديګر په نوي کلي کې لفظي شخړه رامنځته شوې وه او نن سهار دغه شخړه په نښته بدله شوه.

ورته مهال یوه بله سرچینه بیا وایي، چې د سپين بولدک او چمن ترمنځ کوچنۍ دروازه د تګ راتګ پرمخ بنده ده، خو عمومي دروازه د يوه ساعت تړل کیدو وروسته بیرته د طالبانو له لورې خلاصه شوه.

دغه سرچينه وايي، د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ په ځينو برخو کې اوس هم د سپکو وسلو د ډزو ږغونه اورېدل کېږي خو نه پوهیږي چې ډزې له کومې خوا کېږي.

دغې سرچينې زياته کړه: «اول پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې، وروسته طالبانو هم پرې وکړې، څو واري د هاوان مرمۍ پيرونه وشول، اوس عمومي دروازه خلاصه ده، کېدای شي چې دواړې خواوې زخميان هم ولري، د طالبانو ځواکونه اوس هم اماده ولاړ دي.»

دغه راز کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين هم ياده نښته تایيدوي او زياتوي چې اوس مهال نښته پای ته رسېدلې ده.

دوی زياتوي چې د کندهار سپين بولدک او چمن ترمنځ عمومي دروازه هم د مسافرو پرمخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي تګ راتګ وکړي.

د دوی په خبره: «يوازې څو ډزې وشوې نور کومه خاص خبره نشته، طالبانو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې، جګړه اول پاکستاني ځواکونو شروع کړه وروسته موږ اړ شولو ترڅو پر پاکستاني ځواکونو ځوابيه ډزې وکړو.»

تر دې وړاندې هم څو ځله سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه