ننګرهار کې د مالي امکاناتو نشتون له امله ۱۰ غږیزې او انځورېزې رسنۍ تړل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د خپلواکو رسنیو د ټولنې مسوول شفیق الله رحماني وایي، چې دغلته د تیر حکومت پر مهال کې شل (اف ایم) خصوصي راډیوګانو فعالیت درلوده. چې اوس یې یواځې ۱۳ فعالې دي.

رحماني زیاتوي له تیر یوه کال راهیسې په ننګرهار کې ۷ غږیزو، درې انځوریزو او ګڼو چاپي رسنیو خپل فعالیت د مالي امکاناتو نشتوالي له امله درولی چې ورسره لسګونه ژورنالېستان بې کاره شوي دي.

نوموړی اندیښنه لري که حالت همداسې دوام ولري ښایي شته رسنۍ هم خپل نشرات وتړي.

رحماني زیاته کړه: «ننګرهار کې شل اف ایم راډیوګانو فعالیت درلوده او دوی به خپل مالي امکانات له دولتي او غیر دولتي ادارو له علاناتو برابرول، خو اوس مهال ننګرهار کې له شل رسنیو یې ۱۳ فعاله دي او ۷ راډیو ګانو او درې انځوریزو او ګڼ شمیر نورو چاپي رسنیو فعالیت د مالي امکاناتو د نشتون له امله درولی، له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړو چې له مونږ سره دې همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د رسینو مالکین د لوړې مالې له ورکړې هم شکایت کوي او وایي، زیاتره رسنۍ د لوړې مالې د ورکړې توان نه لري چې له امله یې خپل فعالیت درولی دی.

درسنیو کاروکوونکي بیا وایي، له کله راهیسې چې د رسنیو مالي امکانات کم شوي زیاتره ژورنالیستانو دندې پریښي او نورو چارو ته یې مخه کړې ده.

سمیع الله چې اوسمهال د یوې خصوصي راډیو سره کار کوي له حکومت او د رسنیو له نورو ملاتړو ادارو غوښتنه کوي، چې په مالي برخه کې دې د رسنیو لاسنیوی وکړي.

سمیع الله زیاته کړه: «اوسمهال ټول ننګرهار کې د ګوتو په شمیر رسنۍ فعالیت کوي او په دې رسنیو کې چې زیاتره کارکوونکو ته یې معاش نه ورکول کیږي، دندې پریښي او بې روزګاره شوي او هغه چې کار کوي هم په مات زړه چارې مخې ته وړي له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړو چې د رسنیو سره دې په دې بحراني حالت کې مرسته وکړي او دوی دې په مالي برخه کې ملاتړ وکړي چې ستونزه حل شي.»

د معلوماتو له مخې، له تیر یوه کال راهیسې د رسنیو شاوخوا اووه زره خبریالان او کارکوونکي وزګار شوي او شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوې دي.

تازه د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا چې تلویزیونونو او راډیوګانو ته د فریکونسیو د وېش مسوولیت لري، په یو رسمي مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت ته د یوه نوملړ په استولو د هغو رسنیو د پېژندنې غوښتنه کړې، چې د فعالیت جوازونه یې نه دي تمدید کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه