د کابل په واټونو کې اعتراض‌کوونکې ښځې؛ «ملګري‌ملتونه دې زموږ غږ د انسانیت تر غوږونو ورسوي»

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د پلازمینې کابل واټونو ته یو ځل بیا یو شمیر ښځې او نجونې راووتې او د کابل پوهنتون له لیلیې څخه یې د هزاره نجونو د ایستلو او د هزاره او تاجک قوم پر وړاندې د «جنایت او نسل وژنې» تر عنوان لاندې لاریون ترسره کړ.

دغه میرمنې، چې نن (سې‌شنبه، ۲۶ د تلې) د کابل پوهنتون مخې ته راټولې شوې وې ویې ویل، چې نجونې د طالبانو له خوا له جنسیتي او قومي تبعیض سره مخ دي او دغې ډلې نجونې له لیلیې او پوهنتون څخه د «لوستلو او لیدلو په جرم» ویستلې دي.

د مظاهره کوونکو میرمنو په وینا، طالبان د یو شمیر قومونو سره د تبعیض په لرلو سره دوی وژني او وتلو ته یې اړ باسي. اعتراض کوونکو میرمنو وویل، چې دوی به «عدالت غوښتنې» ته دوام ورکړي او تر هغه به ارامې نه شي ترڅو یې خپل حق نه وي ترلاسه کړی.

مظاهره کوونکو ښځو د «موږ مه وژنئ، مرمۍ به مو خلاصې شي»، «تعلیم زموږ سره کرښه ده»، «امنیت، تعلیم» او «ډوډۍ، کار، ازادي» شعارونه ورکول. دوی دغه راز پر نړۍ تور ولګاوه چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې مېشتې مېرمنې یې هېرې کړې دي.

مظاهره کوونکو ښځو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوی غږ د انسانیت له مخې واوري او د هزاره ګانو پر وړاندې د «نسل وژنې» او د طالبانو د قومي او جنسیتي تبعیض په اړه دې ژر تر ژره جدي او پرېکنده اقدام وکړي. دوی د نړۍ له خلکو هم وغوښتل چې ښځې یوازې پرینږدي.

په ورته وخت کې اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، چې د دوی لاریون یو ځل بیا د طالبانو له ګواښ او سپکاوي سره تیت و پرک شو. د دغو ښځو په وینا، طالبانو ورته ویلي چې «یا به له سیمې وځئ او یا دا چې له چاودنې سره به مخ شئ.»

په هغه ویډیویي کلیپونو کې چې لاریون کوونکو میرمنو رسنیو ته لیږلي وایي، چې دوی د طالبانو لخوا د «چاودنې د ګواښ» له امله د خپل اعتراض پای ته رسولو ته اړ شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې ښځې د تېر یوه کال په جریان کې څو ځلې سړکونو ته راوتلي، څو د طالبانو له لوري د بشري حقونو پر ضد د اقداماتو او پر ښځو د دې ډلې د محدودیتونو پر وړاندې اعتراض وکړي، خو د طالبانو له لوري د سخت غبرګون سره مخ شوي او د لاریون څخه یې منع کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه