طالبانو هلمند کې د نجونو لپاره ۱۰۰ دیني مدرسې پرانیستي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې طالبانو په ټول هیواد کې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي، خو ورته مهال بیا دغې ډلې هلمند کې د نجونو لپاره د دینې زده کړو ۱۰۰ مدرسې جوړې کړې دي.

هلمند کې د طالبانو د پوهنې رییس وايي، چې دا مهال یې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نجونو لپاره ۱۰۰ مدرسې فعاله کړې دي.

د طالبانو د پوهنې ريیس مولوي محمد عوض انصاري زیاتوي، چې په دغه مدرسو کې په زرګونه ښځينه زده کوونکې په ديني زده کړو بوختې دي.

د هغه په خبره چې ډیری دغه مدرسې په مرکز لښکرګاه کې فعاله دي، چې ښځينه زده کوونکو ته د ښځینه استادانو لخوا د حفظ، قرائت او نورو دیني برخو کې زده کړې ورکول کیږي او دوی یې وخت په وخت نظارت کوي.

خو اطلاعات روز ته په رارسیدلو معلوماتو کې ویل شوي، چې نږدې ټولو مدرسو کې نجونو ته د نارینه استادانو او ملایانو له لوري درس ورکول کېږي چې د طالبانو د پوهنې ریاست لخوا ګمارل شوي دي.

دغه راز د هلمند اوسیدونکي بیا وایي، که په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره نه ده، نو بیا ولې طالبانو د دوی پرمخ مدرسې پرانیستې دي.

د هلمند يو اوسيدونکی ولي الله وايي، طالبان د عصرې زده کړو مخالف دي او نه غواړي چې افغانستان د عصري زده کړو پر مټ پرمختګ وکړي.

نوموړي وویل: «د مدرسو پرانیستل او د ښوونځیو تړل په دې معنا دي چې طالبان د عصري زده کړو سره مخالفت لري، یو نیم کال کې دوی د نجونو زده کړو لپاره پلان جوړ نه کړ تر قیامته به دا ښوونځي تړلي وي.»

له بلې خوا د ښوونځي یوه زده کوونکې چې ځان په مستعار نوم فاطمه راپیژني وایي، د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل کیدو وروسته زیات شمیر نجونو دیني زده کړو ته مخ کړي ده.

فاطمه وایي، دوی پخوا ښوونځیو ته په ځانګړي لباس کې تللې خو اوس یادو مدرسو ته د طالبانو د بندیز پرته په هرډول لباس کې تللی شي.

که څه هم په کور د ننه او بهر له طالبانو پرلپسې غوښتنې کيږي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي خو د طالبانو مسوولینو بیا د دغه خلکو په ځواب کې ویلي چې عصري تعلیم مباح دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه