اطلاعات روز: د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چې وروستیو درېیو کلونو کې نړۍ کې د لوږې سره مخ کسانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
نن (یکشنبه، ۲۴ د تلې) د اکټوبر ۱۶مه د خوړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي:« موږ باید په ګډه له نا امیدۍ څخه امید او عمل ته حرکت وکړو او غذایی رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو.»
افغانستان دا مهال یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نیمايي نفوس یې له لوږې سره مخ دی.
د تېرکال راهیسې هیواد ته د طالبانو راتګ سره بې کاري او بې وزلي په ساري ډول زیاته شوې ده.
