اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې یو تنکی ځوان د تالاشۍ پر مهال په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ځوان تېره ورځ (شنبه، ۲۳ د تلې) د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «خالص فامیلو» سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
نموړی زیاتوي، چې وژل شوی ځوان علي خان نومیده او د نجم الجهاد لېسه کې د دولسم ټولګي زده کوونکی و.
د سرچینې په خبره، طالبانو له نوموړي ځوان څخه د ځیرک مبایل د اخیستو هڅه کوله خو وژل شوي ځوان طالبانو ته د ځیرک مبایل له ورکولو ډډه کړې، چې پر همدې مهال پرې طالبانو ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشو.
له دې وړاندې هم خلکو شکایت درلود چې طالبان یې د چک پوانټونو پرمهال شخصي مبایلونه ګوري او په یوه او بل نامه یې ځوروي.
