ترکیه کې د علماوو غونډې ته د طالبانو ویاند: د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په افغانستان کې له یوه کال څخه زیاته موده نجونې له زده کړو بې برخې دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیه کې په یوې غونډه کې یو ځل بیا ژمنه کړې چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي.

نوموړي تېر کال هم ژمنه کړې وه، چې د روان لمریز کال په پیل کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانېزي؛ خو دا ژمنه عملي نه شوه او اوس مهال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي.

داسې ښکاري چې طالب چارواکي د نجونو د تعلیم په اړه د نظر اختلاف لري.

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې په یوې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو غوښتنه کړې وه او ویلي و، چې تعلیم په نر او ښځه مطلق فرض دی او زیاته کړې یې وه د ښوونځیو تړلو لپاره هیڅ شرعي دلیل وجود نه لري.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي د شېرمحمد عباس ستانکزي د خبرو په غبرګون کې وویل چې دنیاوي تعلیم مباح دی.

له بلې خوا ویل کیږي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو پریکړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده کړې ده او د دې ډلې ځینې سخت دریځه غړي د دې پریکړې ملاتړ کوي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ترکيه کې د علماوو غونډې ته په خپله وينا کې ویلي، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانيستل يقيني دي او اوس دغه ډله د نصاب پر ترتیب، ټرانسپورټي سيستم او جلا صنفونو پر جوړولو کار کوي.

طالب چارواکو تېر کال هم ویل، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو پر یوې طرحه کار کوي؛ خو څرګنده نه ده چې دا طرحه به کله وروستۍ شي.

د طالبانو ویاند ویلي، په تېر حکومت کې ۷۰ سلنه هېوادوالو زده کړو ته لاسرسی نه درلود؛ خو اوس د هېواد ګوټ، ګوټ کې ټولو وګړو ته د تعلیم زمینه برابره شوې ده.

هغه زياته کړې، چې د هېواد په ١٤٠ پوهنتونونو کې لسګونه زره نجونې په زده کړو بوختې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر زده کړو سخت بندیز لګولي دي. دغې ډلې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د نجونو د انتخاب پاڼې څخه د انجينري او ژورناليزم په ګډون ځينې څانګې لېرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په خپل تېر حکومت کې هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوله. دې ډلې اوس مهال په زیاتره دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه