اطلاعات روز: بدخشان کې ځایي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي «مقاومت جبهې» سره د یوځای کیدو په تور وژلي دي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوه کسان د کوهستان ولسوالۍ د «برراغ» سيمې اوسېدونکي وو او عادي ژوند يې کاوه.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه دوه کسان تېره شپه (چهارشنبه، ۲۰ د تلې) د «مقاومت جبهې» سره د يو ځاى کېدو په تور نيولي او له څېړنو او محاکمې پرته يې په ډزو وژلي دي.
د بدخشان ولايت د کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالله عثماني هم د دغو دوو تنو د وژل کېدو پخلى کوي؛ خو هغه ادعا کوي چې دغه کسان جګړه کې وژل شوي دي.
د عثماني د ادعا له مخې دغو دوو کسانو پلان درلود چې په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» سره یو ځای شي.
هغه وايي، په پام کې وه چې ټولټال اته کسان له «مقاومت جبهې» سره یوځای شي، خو شپږ نور کسان پټ شوي دي.
