اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسله والو غلو یو کس په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې تېر ماښام (سې شنبه، ۱۹ د تلې) وسله والو غلو په جلال اباد ښار کې د حمزه په نامه یو ځوان چې اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی و او اوسمهال یې جلال اباد ښار کې ژوند کاوه په ډزو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي وژل شوي کس په جلال اباد ښار کې دوکانداري کوله چې وسله وال غله یې ماښام مهال مخې ته راوتلي او نوموړی یې د اته زره افغانیو او یو مبایل لپاره وژلی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
خلک وایي، په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې، غلاوې، انسان تښتونې او نورو جنایي پېښې زیاتې شوي چې د ولسي خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.
