افغانان دې تر څلورو اونیو هند او پاکستان ته سفر نه کوي

د کرونا ویروس له نوې ډوله د روغتیا وزیر خبرداری:

اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، د کرونا ویروس نوی ډول هند او پاکستان ته رسېدلی، له همدې امله دې افغانان تر راتلونکو څلورو اونیو یادو هېوادونو ته نه ځي.

ښاغلي عثماني چې نن (پنج شنبه، ۱۱ مرغومې) یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، د کرونا خپرېدو حالت په اړه، افغانستان کې د کرونا مدیریت حالت او د کرونا ویروس نوي ډول په اړه یې معلومات ورکړ.

عثماني وویل، د افغانستان روغتیایي سیستم د دې ډول کرونا د تشخیص وړتیا نه لري، خو هغوی هڅه کوي چې نږدې راتلونکي کې د دې وړتیا تیاره کړي، څو نورو هېوادونو سره له تړل کېدو راووځي.

هغه زیاته کړه د دې لپاره چې د کرونا ویروس له نوي ډوله مخنیوی وشي، د کرونا ازموینې منفې پایله ټولو بهرنیو سفرونو لپاره اړینه ده.

هغه د ملکي هوایي چلند څخه وغوښتل، څو له هوایي شرکتونه وغواړي چې مسافر د کرونا ټېسټ له منفي پایلې پرته و نه لېږدوي.

د روغتیا وزیر دغه راز وویل، چې د څلورو اونیو پر مهال هېواد کې د کرونا ویروس څرخېدنه ثابت حالت ته رسېدلې ده. ښاغلي عثماني ادامه کې وویلې چې وروستیو څلورو اونیو کې، هره اونۍ له ۱۳۰۰ تر ۱۶۰۰ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د کرونا خپرېدنې له ۴۱‍ تر ۴۸مې اونۍ پورې، پر کرونا د اخته وو شمېر د زیاتوالي په حال کې و.

هغه ټینګار وکړ چې د کرونا دوېیمه څپه به تر لومړۍ هغې اوږده وي او په همدې خاطر روغتیا وزارت هڅه کوي چې اوږدمهال لپاره روغتیایي سېستم کرونا سره مبارزې لپاره فعاله او تیار کړي.

عثماني له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس کنټرول لپاره روغتیایي ټکي پام کې ونیسي. هغه دغه راز خلکو ته سپارښتنه وکړه چې ګڼه ګوڼي ځایونو ته ور نه شي، ماسک واچوي او لاسونه هم په اوبو او صابون پرېمینځي.

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۱۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۵ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، نیمروز، میدان‌وردګ، هلمند، کاپیسا، کونړ، خوست، پکتیکا، فاریاب او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۵۱۳ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۲۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۲۱ زره او شپږ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته شپږ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۰۱ تنو ته ورسېد.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه