د هاګ محکمې مخې ته د افغانانو راغونډېدل: هزاره اوسیدل جرم نه دی

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د هزاره ګانو د «نسل وژنې» مخنیوي په موخه د لاریونونو پر دوام، افغان اتباع په هالنډ کې د جرمونو نړیوالې محکمې (هاګ) مخې ته راټول شوي دي.

دوی «د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» او «هزاره اوسیدل جرم نه دی» شعارونو په لاس نیول سره، پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي برید په ګډون پر هزاره ګانو د شویو بریدونو قربانیانو لپاره د عدالت غوښتونکي شول.

دغه راز لاریون کوونکو د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو په یاد کې شمعې بلې کړې. په دغه برید کې نږدې ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې.

پر کاج ښوونیز مرکز برید په نړیواله کچه اعتراضونه راپارولي دي.

د هاګ د محکمې مخې ته يوه لاريون کوونکي وويل، څه باندې سل کاله کېږي چې افغان هزاره ګان د خپل قومي هويت له امله قرباني کېږي.

هغه وايي، چې افغان هزاره ګان په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو او د لوبو په ميدانونو کې وژل کېږي. د دغه مظاهره کوونکي په وینا، د قربانیانو جرم «هزاره اوسیدل» دي.

لاریون کوونکي له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، چې د هزاره ګانو «نسل وژنه» بنده او په رسمیت یې وپېژني.

د شنبې ورځ (۱۶ د تلې) راهیسې چې د اکتوبر له اتمې نیټې سره برابره ده، د نړۍ په لسګونو هیوادونو او ښارونو کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» د دوام مخینوي په موخه لاریونونه ترسره شول.

دغه لاريونونه په ځينو هېوادونو کې لا هم دوام لري. د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» د دې لاریونونو اصلي شعار و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه