پکتیکا کې یو ۱۹ کلن ځوان له واده یو ورځ وړاندې په مرموز ډول وژل شوی

اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې یو ۱۹ کلن ځوان له واده یوه ورځ مخکې په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د مرکز ښرنې اړوند «څله» سیمه کې یو ځوان له هغه مخکې په مرموز ډول وژل شوی چې یوه ورځ یې واده ته پاتې وه.

د سرچینې په حواله چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د تلې) پیدا شوی او لیدل کیږي چې هغه په مرموز ډول د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د دې پېښې په اړه په پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 د یو بل خبر له مخې چې تېره ورځ سهار د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند په شوات سیمه کې یو کس خپل نیکه په ډزر سره وژلی او د پېښې له ځایه د تېښتې پر مهال د طالبانو امنیتي کسانو نیولی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ په خبره چې اوس مهال له نیول شوي قاتل څخه څېړنې پیل شوې دي.

په سویل ختیځ زون کې د هدفي وژنو ګراف لوړ شوی او په اړه یې د دغه زون د اړونده ولایتونو اوسېدونکي اندېښمن دي او په مخنیوي کې یې د طالبانو امنیتي ادارې پاتې بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه