د امریکا سفارت شارژدافیره: امریکا په افغانستان کې بیا ځل د نظامي ښکیلتیا اراده نه لري

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیګر چې د قطر هیواد څخه فعالیت کوي وايي، داسې هېڅ شونتیا نه شته، چې امریکا یو ځل بیا له پوځي پلوه په افغانستان کې ښکېله شي.

نوموړې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د تلې) له خبریالانو سره په انلاین خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب ځواب کې چې ایا امریکا به بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي، سخته وبلله؛ خو ویې ویل، چې هیواد یې د خبرو اترو ته لیواله دی.

ډیکر ټینګار وکړ، چې هیڅ شونتیا نشته چې امریکا دې بیا په افغانستان کې یو ځل بیا پوځي مداخله وکړي.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل، هیواد یې هڅه کوي، چې له دیپلوماتیکو او سیاسي لارو طالبان اړ کړي چې انساني ژوند ته د درناوي، بشري وقار او بشري حقونو ته درناوي په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

هغې زیاته کړه، چې په دې برخه کې باید کار وشي او په وینا یې طالبان د عمل داسې معیارونو ته راوستل شي چې د نړۍ نژدې هر هېواد منلي دي.

ډیکر د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، چې افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ژوره اندیښنه لري، خو په وینا یې چې دا د امریکا له امنیتي ګټو څخه بېلېدلی نه شي.

هغې په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز شوی برید ناځوانه او د شرم وړ وباله او په وینا یې تمه لري چې طالبان د لږکیو امنیت ساتنې په برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

کابل په روانه اونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو شاهد و. د تېرې جمعې (۸ د تلې) په سهار د کاج پر ښوونیز مرکز برید کې ۵۶ کسان ووژل شول، چې ډیری قربانیان یې ښځینه زده کوونکې وې.

تېره ورځ د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې د چاودنې وروسته طالبانو وویل، چې دغه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه