ننګرهار کې نږدې ٢٠٠ ګونګيانو د ټرانسپورټ نشتوالي له امله ښوونځی پرېیښی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د ګونګيانو د ځانګړي ښوونځي مسوولين وايي، د ودانۍ او ټرانسپورټ نشتوالي له امله نږدې ٢٠٠ زده‌کوونکو زده‌کړې پرېیښي او نور هم د زده‌کړو پرېښودو په حال کې دي.

د ننګرهار ولايت د ګونګيانو د ځانګړي ښوونځي امر سميع‌الله مفتون وایي، له دوی سره په ښوونځي کې د ۶۰ نجونو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

دی وايي، ۱۸ نابينا او شاوخوا ۱۵۰ ګونګيانو له دې امله زده‌کړې پرېښي چې د تګ راتګ لپاره يې ټرانسپورټي اسانتياوې نه درلودې.

نوموړی وايي، که د دغو زده‌کوونکو د ټرانسپورټ او د زده کړو د ودانۍ ستونزه حل نه شي، نو ښايي په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار شي.

هغه زیاتوي ددغو ګونګیانو عمرونه له اته کلنو نه تر اتلس کلنو پورې دي چې په زده کړه بوخت دي. 

نوموړی وايي، په دغه ښوونځي کې ګونګيانو ته د ليک لوست پر زده‌کړې سربېره، کسب هم ور زده کېږي، چې په راتلونکي کې ګونګيان د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي او خپله ځانته نفقه وګټي.

ننګرهار کې ګونګ زده کوونکي د زده کړو په حال کې.

دغه‌ راز د ياد ښوونځي د يوې زده‌کوونکې نيا بي‌بي صبرجانه وایي، چې هره ورځ خپله لمسۍ تر ښوونځي پورې راولي.

هغې زیاته کړه: «زه هره ورځ له خپلې لمسۍ سره کله پیاده او کله چې راسره کرایه وي نو په رېکشا او یا موټر کې د اوومې ناحیې له غوچکو سیمې خپله لمسۍ چې په ژبه ګونګه ده ښوونځي ته راولم او له زیاتو ستونزو سره مخ یو؛ کله چې ډیر ستړې شو یا بل څوک ورسره د تګ نه وي له ښوونځي هم پاتې کیږي او دا ډیره سخته ده، له مجبورۍ دا کار کوم، ځکه د ټرانسپورټ توان نه لرو او لمسۍ مې نه شي کولای خپله ښوونځي ته لاړه شي.»   

 ۱۳کلنه تورپېکۍ هم د یاد ښوونځي يوه زده‌کوونکې ده، هغه وايي، د ښوونځي د ودانۍ او ټرانسپورټ نشتوالی يې لويې ستونزې دي.

نوموړې له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې دوی ته دې د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

شاه ناصر چې د ګونګيانو په ښوونځي کې د څلورم ټولګي زده‌کوونکی دی، د خپل ښوونکي په همکارۍ يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته په اشاروي ژبه وويل، په دغه ښوونځي کې يې پر ليک لوست سربېره ډېر نور څه هم زده کړي او کولای شي چې له فراغت وروسته ځانته کار روزګار برابر کړي.

بلخوا، د ننګرهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر انجينر فضل‌باري نصرت بیا دغه ستونزه تاییدوي او وایي، له يو شمېر نړۍوالو ادارو سره يې خبرې روانې کړې چې په دغه برخه کې همکاري وکړي.

د مسلکي او تخنيکي زده‌کړو امر د یاد ښوونځي د ودانۍ په تړاو وويل، پخوا د دولت د بودیجې له خوا ورته کور کرايه شوی و، خو اوس چې امکانات نشته د زده‌کوونکو کورنۍ په مياشتني ډول پيسې راټولوي او د کور کرایه ورکوی.

ننګرهار کې له کلونو را پدیخوا د ګونګیانو لپاره د اشارې ژبې او لیک و لوست د زده کړې یو ښوونځې جوړ شوی، چې له دولسم ټولګي پورې پکې زده کړې ورکول کیږي؛ ګونګیان په دغه موده کې له اشارې ژبې پرته په بشپړه توګه په لیک او لوست پوهیږي.

د يادونې وړ چې ده، د ختيځ زون په کچه د ګونګيانو په اتحاديه کې ۳۰۰۰ ګونګيان ثبت دي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، خو وایي، د ګونګیانو لپاره لیک او لوست هغه وسیله ده چې تر یو حده پورې پرې خپله ستونزه حلولې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه