محقق: طالبانو د هزاره ګانو «نسل وژنې» پټولو لپاره په جعلي چاودنو لاس پورې کړی

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، چې پر کاج ښوونیز مرکز د برید وروسته طالبانو د هزاره ګانو «نسل وژنې» د پټولو په خاطر درې «جعلي چاودنې» کړې دي.

ښاغلي محقق دغه موضوع نن (سې شنبه، ۱۲ د تلې) په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې په یوه یادښت کې راپورته کړې ده.

محقق لیکلي: «د کاج کورس ناورین د طالبانو اصلي څیره دومره ښکاره کړه چې د هزاره ګانو د نسل وژنې د پټولو لپاره یې په کابل کې درې جعلي چاودنې وکړې، خو نړۍ ته په دوکه ورکولو کې پاتې راغلل.»

نوموړي په یوه بل یادښت کې طالبان د کابل په لویدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز په برید کې په لاس لرلو تورن کړي دي. د هغه په ​​وينا، طالبانو د خواخوږۍ پيغام نه دى خپور کړى، «شهيدان» یې قربانيان بللي او د شهيدانو کورنۍ يې وهلې ډبولي او وينې ورکولو ته يې نه دي پریښي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاج پر ښوونیز مرکز کې له برید یوه ورځ وروسته د کابل ښار خیرخانې سیمه کې د جلال الدین لېسې مخې ته د چاودنې راپور ورکړل شو. طالبانو دغه چاودنه د مقنناطیسي له امله وبلله او ویې ویل چې مرګ ژوبله نه لري.

تېره ورځ هم راپور ورکړل شو چې په پل سوخته سیمه کې چاودنه شوې ده، خو وروسته یې خبره رد شوه. نن سهار د پلازمېنې په دوهمه ناحیه کې هم چاودنه وشوه. طالبانو وویل، چې د سړک غاړې ماین و او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د د تېرې جمعې په سهار (۸ د تلې) د کابل په لویدیځ هزاره میشتې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو.

اطلاعات روز ته یو شمیر سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی. دغه برید پراخ غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه