اطلاعات روز: هيواد کې د رسنيو د فعاليتونو ځنډېدو په دوام دا ځل د سويل ختيځ زون په خوست ولايت کې د «رڼا» په نوم يوې محلي راډيو خپل فعاليت ودراوه.
دوی د خپل فعاليت د بنديدو لامل اقتصادي ستونزې بولي، د دغه ولايت لپاره د اطلاعاتو او کلتور رياست هم د رڼا راډيو د نشراتو بنديدو موضوع تاييدوي او هغوی يې هم لامل اقتصادي ستونزې بولي.
د اطلاعاتو او کلتور طالب ريیس شبير احمد عثماني اطلاعات روز ته وويل، چې له رڼا راډيو سره يې په مالي برخه کې څو ځله همکاري هم کړې خو د کمزوري مدیریت له امله په دې نه دي توانيدلي چې په ځان بسيا شي.
عثماني همدا راز زياته کړه، چې دوی تر اوسه د هيڅ کومې رسنۍ په وړاندې خنډ نه دی رامنځته کړی خو هڅه يې کړې چې تر خپله وسه ورسره همکاري وکړي.
و مو غوښتل چې په دې اړه په خوست کې د رڼا راډيو د مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی له زيات انتظار وروسته هم جواب ورنکړ.
په ورته مهال بيا خوست کې ځايي خبريالان د محلي رسنيو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، که د هغوی اقتصادي ستونزو هواري برخه کې د طالبانو حکومت همکاري و نه کړي، نو لرې به نه وي چې د پاتې رسنيو مسوولين هم له خپل کار لاس په سر شي.
اوس مهال په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د ځينو محلي راډيو ګانو ترڅنګ ۷۰ سلنه چاپي رسنيو هم فعاليت ځنډولی دی.
