د کندهار خلکو پر هزاره وګړو برید غیر انساني او اسلامي عمل وباله

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د کندهار يو شمېر اوسېدونکو کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید قربانیانو ته د دعا په پار د قران کریم ختم ترسره کړ او دغه برید یې غیر اسلامي او انساني عمل وباله.

کندهار کې د قران کريم د ختم تنظیموونکي عبدالصمد اطلاعات روز ته وويل، د دې کار څخه يې هدف دا دی چې د هيواد هزاره وګړي ځان يوازې احساس نکړي او پوه شي چي د کندهار اوسېدونکي يې ترڅنګ ولاړ دي.

دی زياتوي، چي افغانستان د ټولو اقوامو ګډ کور دی او غوښتنه کوي چې پر عامه تاسېساتو، علمي مرکزونو او مسجدونو دې بريدونه ژر تر ژره ودرول شي.

د ده په خبره، پردي خلک غواړي چې پر افغانانو خپلي استخباراتي دسېسې عملي کړي او دلته ټول په جګړه کي ښکيل وساتي.

عبدالصمد زياته کړه، چې د هيواد پر هزاره وګړو بريدونه غيرې انساني او غيرې اسلامي عمل دی او  په وينا يې چي د طالبانو سرپرست حکومت يې بايد مخه ونيسي.

دغه راز د کندهار يو بل اوسيدونکي محمد الله اطلاعات روز ته وويل، د هيواد پر هزاره وګړو بريدونه بايد ژر ترژره بند شي.

دی غوښتنه کوي چي د طالبانو سرپرست حکومت بايد د شيعه او سني وګړو امنيت خوندي کړي او د هغوی له پاره ښه چاپيريال رامنځته کړي.

د ده په خبره، چي پر ښوونيز مرکزونو، مسجدونو او او عامه تاسېساتو بريدونه د اسلام او انسانيت له چوکاټ څخه وتلي اعمال دي او د هيواد د بېلابېلو اقوامو ترمنځ فاصلې رامنځته کوي.

نوموړی زياتوي، چې د لوی کندهار اوسېدونکي به تر خپل توان پورې د هزاره هيوادوالو ترڅنګ ودریږي او همکاري به ورسره وکړي.

د يادونې وړ ده چې د تيرې جمعې په ورځ کابل کې د کاج ښوونیز مرکز پر زده کوونکو بريد ترسره شو چي پرمهال يې لسګونه زده کوونکي ووژل شول چې ډیری یې نجونې وې. دغه برید په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه