ارزګان کې تاريخي ځايونه رغول کيږي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت تاريخي سیمې به له عاصبینو څخه خلاصې او د رغولو چارې به یې پېل کړي.

د ارزګان ولايت د اطلاعات او کلتور رياست د ګرځندوی امر شرف الدين  ساجد چې د اطلاعات او کلتور وزارت يوه پلاوي په ملتيا يې له تاريخي سيمو ليدنه کوله دغه څرګندونې وکړې.

نموړی زیاتوي، چې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې به تاريخي ارزښت لرونکې سيمې له غصب څخه خلاصې او دياد وزارت لخوا به ورغول شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوی وایي، دوی به د ارزګان د ټولو ثبت شویو تاریخي سیمو راپور وزارت سره شریک کړي ترڅو د رغولو چارې یې پېل شي.

د دغه پلاوي يوه غړي محمدقابیل همدرد دغه څرګندوني د ارزګان مرکز ترينکوټ ښار په ختيځ خوا کې د «کافر کلا» تاريخي ځای څخه د ليدنې پرمهال وکړي.

هغه وايي: «موږ به کوښښ وکړ چې يو مسلکي پلاوی دې ولايت ته راوليږو ترڅو دغه اثار ثابت شي او بیايې له وزارت سره شريک کړي، ترڅو په پلان سره دغه ځایونه ورغول شي.»

دارزګان خلک هم د تاريخي سيمو د سپړلو، له غصب څخه د خلاصولو او د بیاترميم هرکلی کوي.

خلک وايي لومړی ځل دی چې دغه ډول يو پلاوی په ارزګان کې له تاريخي سيمو څخه په دې موخه ليدنه کوي ترڅو د بیا رغونې لپاره يې پلان جوړ کړي.

دوی غوښتنه کوي چې ارزګان کې دې ټولې تاريخي سيمې حکومت ورغوي ترڅو له نورو ولايتونو او هېوادونو دغو سيمو ته سيلانيان راشي.

د ايوازې ارزګان نه دی چې د تاريخي سيمو غصب پکې شوی بلکې د افغانستان په زياتو ولايتونو کې د زورواکو او ملکي خلکو لخوا څخه تاريخي سيمې غصب شوي او خپل شخصې ملکيت یې بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه