عباس ستانکزی: پاکستان دې د افغانستان د خلکو پر حیثیت «تجارت» نه کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، پاکستاني چارواکي دې د افغانستان د خلکو پر حیثیت تجارت نه کوي.

ستانکزي نن (سې شنبه، ۵ د تلې) په کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې لمانځغونډې پر مهال زیاته کړه، چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان د خلکو حیثیت په اړه داسې څرګندونې نه کوي چې افغانستان پرې بدنام کړي، دا تجارت دې بس کړي.

داسې ښکاري چې عباس ستانکزي دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې تېره جمعه یې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کړي او ویلي یې و، چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل: «ښاغلي شهباز شریف او ښاغلي بوټو صاحب ته دا خبره کوم کله چې تاسو غږېږئ او شاوخوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي، دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه هم درنه هېره شي. څه چې په خوله درځي وایئ یې او د هغوی د خوشالولو لپاره دا کار کوئ.»

ده پاکستان ته په اشارې ګوت څنډنه وکړه او ویې ویل، چې دا هغه هیواد دی چې روسان او ناټو یې ځغلولي نو، تاسو خو هیڅ یاست.

هغه دا هم وویل، چې په دې اړه کره شواهد لري چې ډرون الوتکې له کوم هیواد او کومه ځایه د افغانستان خاورې ته داخلیږي او دلته بریدونه کوي.

ده زیاته کړه، چې دوی د اړیکو ساتلو په موخه دا هرڅه زغمي خو، په خبره یې چې حوصله هم تر یوه وخته پورې وي.

عباس ستانکزی داسې مهال د غه خبرې کوي چې شهباز شریف ویلي و، چې افغانستان کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، د ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي تحریک فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه