یونیسف هلمند کې د جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي رغوي

SM

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف غواړي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۳۶ ویجاړ شوي ښوونځي ورغوي.

د هلمند لپاره د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي محمد عوض انصاري وایي، چې د سنګین ولسوالۍ ډیری ښوونځي د جګړو له امله ویجاړ شوي او رغولو ته اړتیا لري.

نموری زیاتوي، پلان لري ترڅو په راتلوونکي کي د يونيسف او ای آر سي موسېسو په مالي مرسته د هلمند په شمالي ولسوالیو کي د ښوونځیو ودانۍ بیا ترمیم ترڅنګ د زده کړو په برخه کې شته ستونزې هم حل کړي.

په ورته وخت کې  ددغې ولسوالۍ اوسيدونکي بیا د ښوونځيو د ودانيو د نشت ترڅنګ په ښوونيز بهير کې له زياتو نورو ستونزو څخه شکايت کوي.

د دغې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي روزخان اطلاعات روز ته وويل، چې دغلته زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او دوی یې راتلونکي ته انديښمن دي.

نموړی زیاتوي، تېرې ۲۰ کلنې جګړې سنګین ولسوالۍ کې ښوونځیو، کورونو او روغتونونو ته سخت زیان رسولی دی.

دغه راز د هلمند ولايت نور اوسيدونکي هم ورته ادعا لري او د طالبانو له حکومت او نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي چې د دوی په سيمه کې دې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

تر ډيره پورې د تړل شویو ښوونځيو پړه پر طالبانو اچول کېږي چې په سيمو کې به يې له ښوونځيو څخه د جګړي د ډګر په توګه کار اخيسته.

په تېره شل کلنه جګړه کې نه یوازې په هلمند ولایت کې ښوونځي ویجاړ شوي او کار ته اړتیا لري بلکې د هیواد په ډیری ولایتونو ښوونځي ویجاړ شوي او یا هم د جوړولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه