کندهار کې د توبرکلوز ناروغۍ کلچر حوزوي لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو (MSF ) له لوري د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ کلچر حوزوي لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کندهار کې روغتیایي مسوولين وايي، تر دې وروسته به د دې حوزوي لابراتوار فعالیدو سره د توبرکلوز کلچر ټول معايناتونه دلته ترسره کېږي.

کندهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست د نري رنځ د څانګې مسوول ډاکټر صالح محمد مصلح تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د تلې) د دغه لابراتوار د پرانیستې پرمهال اطلاعات روز ته وويل، تر دې وړاندې هېواد کې هيڅ دغه ډول مرکز شتون نه درلود.

د ده په وينا چې کندهار کې د تېرو کلونو په پرتله د نري رنځ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

نوموړي زياتوي چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې ۸۱۰ تنه په نري رنځ ناروغۍ اخته شوي خو سږکال دغه شمېر ۸۸۸ تنو ته پورته شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې سږکال کندهار کې د نري رنځ ناروغانو شمېر لس سلنه ډېر شوی چې لامل يې د ولسواليو او ښار ترمنځ د لارو خلاصون دی.

ډاکټر مصلح هيله څرګنده کړه، چې دغه لابراتوار به تر ډېره پورې د ناروغانو اړتيا پوره کړي او د ناروغانو د معايناتو ترسره کولو په برخه کې به اغېزمن تمام شي.

نری رنځ يا TB هغه خطرناکه ناروغي ده، د (Mycobacterium tuberculosis) په نوم د يوې مضرې بکتريا په وسيله رامنځ ته کيږي، له يو کس څخه بل کس ته په اسانۍ سره انتقاليږي، سږي تر بريد لاندې نيسي او بې پروايۍ په صورت کې د مړينې لامل کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه