اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د UNHCR يا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ لخوا پر ۷۶۶ کسانو د نغدو پیسو ویش پېل شو.
په دغه ولايت کې د طالبانو د کډوالو چارو رياست ځايي مسوولين وايي، چې د دغه مرستو لړۍ نن (یکشنبه، ۳ د تلې) په سنګین، نوزاد، ګرشک، واشیر، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو کې هغه کورنیو ته پېل شوه چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه ویجاړ شوي.
د کډوالو چارو طالب رییس مولوي الله داد انقیادي وايي، چې هرې کورنۍ ته ۷۰۰ ډالر نغد ورکول کيږي.
نوموړی زیاتوي، دغه کورنۍ يې له وړاندې سروې کړې وې او نن يې ورته د مرستو د ویش لړۍ پېل کړه.
په ورته وخت کې د سيمې خلک د دغو مرستو څخه هرکلۍ کوي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دی ورسره نورې مرستې هم وشي.
د سيمې يو اوسيدونکی مولوي حيات الله وايي، چې له دې وړاندې ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې خو اوس به یادې پیسې د کور په جوړولو مصرف کړي.
واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او دامهال په بد حالت کې ژوند کوي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید