نورستان کې د کولرا ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنې

اطلاعات روز: نورستان کې د کولرا ناروغۍ زیاتیدو له امله عام خلک سخت اندېښمن شوي دي.

د دغه ولایت اوسیدونکي عزیز الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.

نوموړی وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په یادو ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې شوي، چې له امله یې سلګونه کسان پر کولرا  ناروغۍ اخته شوي او دغه ناروغۍ لا هم په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده.

د یاد ولایت یو بل اوسیدونکي ګل خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په ناروغانو کې د ډېر عمر کسان، ښځې او ماشومان شامل دي او که روغتیایي چارواکي په وخت یاده ناروغۍ کنټرول نه کړي اندیښنه شته چې انساني ناورین به رامنځته شي.

ګل خان زیاتوي:«د نورستان په مختلفو سیمو کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له امله په زیاتو سیمو کې د څښاک اوبه کمې شوي او زیات خلک په کولرا ناروغۍ اخته شوي په دې ناروغانو کې ماشومان، ښځې او د زیات عمر کسان هم شامل دي؛ له حکومت غوښتنه کوو چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او دلته دې په روغتیایي مرکزونو کې شته ستونزې هم حل کړي.»

په همدې حال کې روغتیایي چارواکي له یادې ناروغۍ څخه د خلکو اندېښنې بې ځایه بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په نورستان کې د کولرا ناروغۍ نه بلکې یوازې د حادو اسهالاتو ناروغي خپره شوې.

د نوموړي په خبره، له هغه وروسته چې په یادو ولسوالیو کې یاده ناروغۍ خپره شوې سیمې ته یې روغتیايي ډلې له درملو سره یو ځای لېږلي او اوسمهال یې دا ناروغي مهار کړې ده.

امیر زیاته کړه:« په نورستان کې د کولرا ناروغۍ نه بلکې د حادو اسهالاتو ناروغي خپره شوې، چې سیمې ته مونږ روغتیایي پرسونل استولی او هلته د شته ناروغانو درملنه ترسره شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله د کولرا ناروغۍ خپره شوې او سلګونه کسان په یادې ناروغۍ اخته شوي او ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه