د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز:  د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې په ځینو سیمو کې یې له نږدې یو کیلو مټر مزل وروسته اوبه ترلاسه کوي، چې دا د ډیرو کورنیو له وسې پورته ده.

د سپین غر ولسوالۍ د میدانک کلي اوسیدونکي حکمت الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وروستیو سیلابونو سخت ځپلي او د دوی کاریزونه او د اوبو څاګانې یې له منځه وړي، چې د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران کړی دی.

هغه  له حکومتي مسوولینو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د یادې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د اوبو څاه ګانې جوړې او د خلکو ستونزې دې حل کړي.

حکمت الله زیاته کړه:«د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، په زیاتره کلیو کې هیڅ څاه ګانې نشته او خلک مجبور دي؛ چې یو یا یو نیم کیلو مټر پلی مزل وکړي او اوبه ترلاسه کړي سیلابونو هم کاریزونه او د اوبو کوهیان ټپ کړي او ستونزې یې لا زیاتې کړي دي، له حکومت غوښتنه کوو چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې څاه ګانې جوړې او شته ستونزه دې حل کړي.»

د ځایي خلکو په خبره د وروستیو سېلابونو له امله په یاده ولسوالۍ کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې ګڼ شمیر خلک د اسهالاتو په ناورغۍ اخته شوي هم دي.

د سپین غر ولسوالۍ د شډل بازار یو اوسیدونکي رحمت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبروکې وویل، اوسمهال یې د کورنۍ یو غړی د اړتیا وړ پاکو اوبو راوړلو ته ځانګړی کړی، چې له نږدې دوه کیلو متر پلي مزل وروسته اوبه کور ته را ورسوي.

بلخوا ختیځ  کې د اوبو رسولو ادارې رییس ندي الله نیازي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي ستونزه ټول شموله بولي او د حل په برخه کې د اقداماتو خبره کوي.

نیازی زیاتوي:« د ننګرهار له ځینو ولسوالیو سربیره د ختیځ په نورو ولایتونو کې هم پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي ستونزه موجوده ده او په دې برخه کې د اوبو رسولو اداره په پوره توان سره کوښښ کوي، چې خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

له سپین غر ولسوالۍ سربیره د ننګرهار خوږیاڼي، حصارک، شیرزاد، پیچراګام، کوټ، بټي کوټ، نازیان، سره رود او مومندره هم هغه ولسوالۍ دي، چې اوسیدونکي یې د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسی په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه