اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۹۵۰۰ کورنیو ته د ۷۵ ترانسفرمونو په مټ د ازبکستان وارداتي بریښنا ووېشل شوه.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د بریښنا ریاست مسوولین وايي، یادو کورنیو ته د مرکز اړوند مهلن، محمود کلا، ترکاڼانو سیمو او وزې ځدراڼ کې له بریښنا برخمنې شوې.
د دوی په خبره په دې پروژه ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او بودیجه یې د ملي پراختیا شرکت له لوري ورکول شوې ده.
د طالبانو د بریښنا رییس انور شاه زیاته کړه، چې په دغو کورنیو کې یې ۴۵۰۰ په مرکز او ۵۰۰۰ یې په وزې ځدراڼ ولسوالیو کې شاملې دي.
د بریښنا رییس همدا راز د بیلونو پر وخت ورکړې او د بریښنايي پایو او نورو وسایطو په ساتنه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د پکتیا د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي بیا د بریښنا له ریاست څخه غوښتنه کوي، چې د وېش چارې دې چټکې شي او دا لړۍ دې د دغه ولایت ختیځو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
دوی نیوکه کوي، چې اووه کاله وړاندې له پکتیا سره وارداتي بریښنا وصل شوې، خو د همدې اوږدې مودې په تېرېدو یې خورا کمو کورنیو ته د برښنا مزي غځولي دي.
د پکتیا ولایت د بریښنا ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې اوس مهال ۳ زره کورنۍ له وارداتي بریښنا ګټه پورته کوي.
