وروستیو ورښتونو ارزګان کې د انځرو حاصلات زیانمن کړي دي

اطلاعات روز: ارزګان کې بڼوال وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د انځرو د حاصلاتو کچه نیمایي ته راښکته شوې ده.

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ يوه اوسيدونکي کريم الله چې په خپله درې جريبه ځمکه یې د انځرو باغ جوړ کړی وايي، چې په تيرو کلونو کې به ياد باغ ورته ۱۲ لکه افغانۍ جوړولې خو په خبره يې چې سږکال يې ۵ لکه افغانۍ هم نه دي جوړې کړي.

نموړی زیاتوي، د ورښتونو له امله يې د انځرو حاصلاتو مرضونه وکړل او ټولې دانې يې خوړينې شوې.

هغه وویل:« زما د انځرو ټول باغونه بارانونو له منځه وړي، زه په کور کې ۲۰ تنه لرم او یوازې له همدې لارې مې دهغوی نفقه برابروله، خو اوس مې هر څه له منځه لاړل.»

په ورته وخت کې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې هم خلک شکايت کوي چې د انځرو زيات باغونه يې د ورښتونو له امله خراب شوي دي.

محمد کريم چې د ارزګان ولايت د مهراباد اوسيدونکی دی وايي، چې په دې ورستيو کې د انځرو باغونه د ورښتونو له امله زيانمن شوي دي.

هغه زیاتوي، که نړيوال موسېسات اود طالبانو حکومت ورسره مرسته ونه کړي له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

نوموړي زياته کړه، چې په تيرو کلونو کې به يې هم د انځرو د باغونو کيفيت ښه وو، او هم به يې حاصلات زيات وو، خو په خبره يې چې سږکال که څه هم د انځرو قيمتونه لوړ دي خو کیفيت يې ورښتونو زيات خراب کړی دی.

هغه په دې اړه وويل:«زما همدغه يو باغ و، اوس دې حال ته ورسيده په خدای باور وکړه که زه د سهار او ماښام ډوډۍ لرم ټوله کورنۍ مې همدغه انځرو ته په تمه وه زموږ سره دې موسېسات او حکومت مرستې وکړي ټول باغونه او حاصلات مو ورښتونو ختم کړل بايد يوه لاره جوړه شي.»

په ورته وخت کې د کرنې د برخې پوهان هم زياتوي چې بي وخته ورښتونو په ارزګان ولايت کې ميوه لرونکو باغونو ته زيات زيانونه اړولي دي.

د ارزګان ولايت د کرنې د برخې يو تن انجينر محمدنسيم اطلاعات روز ته وویل، چې وروستيو ورښتونو نه يوازې د انځرو باغونه بلکي د نورو ميوو باغونه هم زيانمن کړي او کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.

هغه وايي: «حکومت ته په کار ده چې د دغو خلکو سره مرستې وکړي او باغوانانو ته مو پیغام دا دی چې دوی دي کوښښ وکړي چې کله بي موسمه بارانونه راځي د کرنې په برخه کې دې د پوهانو سره مشوره کوي ترڅو هغوی ورته د حل لار ور په ګوته کړي.»

دغه راز ارزګان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست ځايي اداره وايي، چې د وروستيو ورښتونو له امله په دغه ولايت کې ۸ سلنه د انځرو حاصلات کم شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسول قدرت الله حميدي په دي اړه وویل، د دغو ورښتونو له امله د انځرو حاصلات خوسا شوي او بڼوالو ته يې زيات تاوان رسولی دی.

د حميدي په خبره، چې دوی به هڅه وکړي ترڅو د بڼوالو دغه ستونزې د يو شمير موسېساتو سره شريکې کړي او هغوی دغو زيانمن شویو کسانو سره مرستې وکړي.

وروستیو ورښتونو نه یوازې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې خلکو ته زیان رسولی بلکې ډیری خلک یې بې کوره کړل، ځاني او مالي زیانونه یې ورته واړول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه