اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، چې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته د نن ورځې (جمعه، ۱ د تلې) په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله هغه مهال رامنځته شوې، چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د راوتلو په حال کې وو.
ځدراڼ زیاتوي، ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
هغه دا برید «وحشیانه» بللی او ویلي یې دي، چې د طالبانو امنیتي ارګانونه هڅه کوي چې عاملین یې مجازات کړي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. د طالبانو له واکمنۍ وروسته د داعش خراسان څانګې په جوماتونو او غونډو د ډېرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا برید غندلی او دا یې «نه بښونکی جنایت» بللی دی.
مجاهد همدا راز پرخپله ټوېټر پاڼه له خلکو غوښتنه کړې چې د «نظام په ملاتړ د داسې جنایتکارانو په نیولو او ځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ادعا کوي چې د دوی واک ته رسیدو سره هیواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او دا په تیرو څلویښت کلونو کې یو لویه لاسته راوړنه بولي.
